(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د MJAM کمپنۍ له رئيس سره وليدل

کابل، د زمري ۲۰مه، باختر
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د مس عینک له قرار دادي کمپنۍ MJAM  له رئيس خه شو پينک او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
‏په دغه کتنه کې دواړو لوريو د عینک د مسو کان پروژې په پراختيا، د کاري برنامې په تشريح, د یاد کان د سړک جوړولو او د دغه کمپنۍ د نوي کاري پلان په اړه خبرې اترې وشوې.
‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست همدارنګه د کانونو او د عینک مسو د کان کېندنې چارو پر چټکتيا د ټينګار ترڅنګ وويل چې د کانونو او پټروليم وزارت د عینک مسو پروژې د کار پېل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا