خبرونهامنیتاقتصاد

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې له اجرايه مشر سره د یادې پروژې په اړه خبرې وکړې

کابل، د زمري ۲۲مه، باختر

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ټاپي ګاز نل لیکې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس محمد امانوف او مل پلاوي سره د معینانوو، د هرات والي  ښاغلي مولوي نور احمد اسلام جار، د بهرنیو چارو وزارت، عدلیه، د زراعت او مالدارۍ، مالیه، د چاپېریال ساتنې ادارې، د افغانستان بانک، د اراضۍ او افغان ګاز ادارو د استازو  په شتون کې نن د وزارت په مقام کې وکتل.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر په پېل کې ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله او تاریخي دوستۍ په اړه یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د یادې پروژې د پېل او امنیت خوندي کولو لپاره چمتو دی.

په غونډه کې همدارنګه د ټاپي پروژې د اقتصادي، سیاسي او تخنیکي مسایلو تر څنګ د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي پروژې پر هوکړې او د پروژې د بهیر په پرمختګ او د دولتي او خصوصي ځمکو د استملاک په تړاو خبرې اترې وشوې.
د ټاپي پروژې اجرائيه رئیس د خپل هېواد په استازیتوب د دغې پروژې د پلي کولو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستو مننه وکړه او له افغانستان سره یې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

نوموړي همدارنګه وویل ترکمنستان هېواد نه یوازې د ټاپي د ګازو لېږد د نل ليکې د جوړولو په برخه کې بلکې د برېښنا، رېل پټلۍ، فایبر نوری او د تطبیق وړ نورو پروژو په برخه کې چې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو په برخه کې ډېرې مهمې دي.

سرچینې زیاته  کړه چې د ټرانزیټ له اړخه د افغانستان کلنی عاید 400 میلیونه ډالره دي او له 15000 څخه زیات افغانان به په ساختماني چارو کې په کار وګمارل شي.

او همدارنګه یې د ټولنیزو برنامو د څاښاک د پاکو اوبو څانګانې، روغتیايي کلینکونه، صنعتي ښارګوټي او ورته نورو برنامو په اړه خبرې وکړې.

په پای کې د یادو ادارو استازو د ټاپي پروژې د تطبیق په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا