امنیت

د داعش د ډلې دوه تنه غړي په کونړکې د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل باختر د زمري اوومه :
د داعش دډلې دوه تنه غړي په کونړ ولايت کې د جګړې له دوام څخه لاس واخست او د سولې له بهير سره يوځاى شول .
خالد او عبدالله وايي چې مخکې له دې د چپې درې ولسوالۍ په ځينو سيموکې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو.
دوى  د سولې له بهير سره د يوځاى کيدو په وخت کې له هغه څه څخه چې دهېواد  د ورانولو په لاره کې کړي دي، پښيماني څرګنده کړه او ويې ويل چې له دې وروسته به د خپل هېواد په بيا رغاونه او د امنيت په تامينولو کې ونډه واخلي .
  دغو دوو تنو يوشمېر وسلې او مهمات هم پوځيانو ته سپارلي دي .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د هېواد په ختيځ کې د سولې له بهير سره د داعشيانو د پيوستون بهير زيات شوى دى .
خبرپاڼه زياتوي چې د روان کال په بهيرکې د دغې ډار اچوونکي ډلې په لسګونه تنه غړي له جګړې څخه  لاس اخستى او د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي . 
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته