امنیت

دبلخ ولايت په جيل کې اور لګيدنه .

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
دبلخ ولايت په جيل کې نن اور ولګيد .
دبلخ ولايت امنيه قوماندان  جنرال سيد کمال سادات دباختراژانس خبريال ته وويل چې اور په جيل کې دبريښنا دمزي دشارتې  له امله  ولګيد چې  اور داور وژنې دکارکوونکو او دامنيتي ځواکونو دهلوځلو له امله  کنترول شو .
خبرځاي زياته کړه :بنديان داورلګيدنې  په بهير کې امن ځايونو ته وليږدول شول او ددغې اور لګيدنې له امله دسرزيان نه دى اوښتى خو څو خونوته  زيات مالي تاوان اوښتى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته