خبرونهاقتصاد

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د شمالي ولایتونو اړونده ستونزې و ارزولې

کابل، د تلې ۹مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال انجنیر وحيدالله حلیمي په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي د اړوند ولایتي ریاستونو د ستونزو د ارزونې په موخه له یو شمېر شمالي ولایتونو څخه ليدنه وکړه.

د دغه سفر اصلي موخه د نفت او ګازو د سیمو لیدنه، ارزونه او همدارنګه د یاد وزارت اړوند ریاستونو د کار او پلانونو ارزونه او د ستونزو ازونه وه.

انجنیر وحيدالله حلیمي د شمالي ولایتونو د اړونده ریاستونو مسولینو ته د لازمو لارښونو ترڅنګ د راتلونکو پلانونو ارزونې او بیا کتنې په اړه لازمې او اړینې سپارښتنې وکړې او د ستونزو د حل لپاره یې ورسره ژمنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې یاد پلاوي د افغان ګاز تصدۍ له مشرتابه پلاوي، کارکونکو او د آمو سیند نفت او ګازو له سیمو څخه هم لیدنه وکړه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا