امنیت

وسله والو طالبانو څلور تنه سپرلۍ په غزني کې ووژلې .

کابل باختر د وري څلورمه :
وسله والو طالبان پرون  دغزني ولايت د اب بند ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور تنه سپرلۍ له موټر څخه ښکته  کړې او وروسته يې په ډزو سره ووژلې .
دغزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي دباختراژانس  خبريال ته وويل څلور تنه چې ديوکرولا موټر په سپرلۍ  له غزني ښار څخه داب بند ولسوالۍ ته روان و دوسله والو طالبانو له خوا په توده چينه سيمه کې له موټر څخه ښکته  کړى شول او وروسته ووژل شول .
ده زياته کړه چې په وژل شويوکسانو کې دغزني ولايت د سولې دعالي شورا دغړي مولوي حکيم الله  زوى هم  شامل دى اودرې تنه نور داب بند ولسوالۍ اوسيدونکي و .
  داب بند  ولسوالۍ  يوه اوسيدونکي نور الله وويل چې  مخ پټو وسله والو طالبانو دغه کسان له موټر څخه ښکته کړل او له کومې پوښتنې پرته يې په ډزو سره ووژل  .
داب بند  ولسوالۍ دکابل _ قندهار دلويې لارې په اوږدو کې دغزني ښار په پنځه اويا کيلومتري  واټن  کې موقعيت لري .
ديادونې وړ ده چې دغه ولسوالۍ له څوکلونوراپديخوا ناامنه ده او وسله وال طالبان دهغې په زياتې سيمې باندې واکمني لري .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته