خبرونهاقتصاد

د کانونو او پټرولیم وزارت تېره اوونۍ سلګونه میلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي

کابل، زمري۱۶مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت د زمري میاشتې له ۶مې نېټې څخه د زمري تر ۱۲ نیټې پورې ټول ټال ۲۰۰ میلیونه ۷۵۲زره ۸۵۴ افغانۍ او همدارنګه ۷۱۰ زره امريکايي ډالره عواید راټول کړي دي.
یاد وزارت په تېرو اوونیو کې هم سلګونه میلونونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي وو.
هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم د دولت په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې د اداري فساد د لمنځه تللو او د عوايدو راټولولو په لړۍ کې د شفافیت او روڼتیا ښکارندويي کوي.
ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا