ټولنه

ديني عالمان: ځانمرګي او تروريستي بريدونه له اسلام سره کومه اړيکه نلري

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١١ :
د هېواد د مرکز او ولايتونو د جوماتونو او تکيه خانو ديني عالمانو، ملا امامانو، واعظانو او خطيبانوځانمرګي بريدونه، د ماينونو ښخول او د هېواد د ملکي وګړو او پوځيانو وژل يو ناروا او د اسلام له دايرې څخه لرې عمل  وباله او د دغه شان جنايتونو مرتکبينو ته يې د الهي مجازاتو او عذاب خبردارى ورکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې : 
د کابل ښار او د هېواد د ولايتونو د جوماتونو او تکيه خانو ملا امامانو، واعظانو او خطيبانوځانمرګي بريدونه د اسلام له نظره يو ناروا او مردود عمل وباله چې د ديني او د نبوي (ص) له ارشاداتو او ارزښتونو سره په بشپړ تضادکې دي.
دوى وويل چې ځانمرګى بريد د نفس وژل دي او د اسلام له نظره ځان وژنه شمېرل کيږي چې اسلام هغه يو ناروا او نه بخښوونکى عمل بللى دى چې عادل الله (ج )  د هغه عامل ته د دوامداره مجازاتو خبردارى ورکړى دى.
دوى وويل چې ځانمرګى بريدکوونکى نه يوازې دځان وژلو سبب شوى دى؛ بلکې  د نورو ملکي وګړو د وژنې سبب هم کيږي چې په دې ترتيب د څو تنو د عمدي وژنې سبب کيږي او د قهار خداى (ج) په وړاندې د هغو ټولو نفسونو د وژلو ځواب ورکوونکى دى چې هغه يې ترسره کړي دي.
ديني عالمانو دغه راز وويل: د ماينونو او بمونو ښخول چې د خلکو د وژنې سبب کيږي؛ هم يو ناوړه عمل دى چې يوازې شيطان خوشحاله کوي. ځکــــــه الله (ج )  قصدي وژنه او د ټولګټو تاسيساتو ويجاړول مردود بللى دى او اسلام ټينګار کوي چې د يوه بېګناه سړي وژل د يوې ټولنې د وژلو په مانا ده  چې عامل به يې  تل په جهنم کې پاتې شي.
دوى دغه راز وويل چې پوځيان او هغه کسان چې په دفاعي او امنيتي مرکزونو کې خدمت کوي؛ د خلق الله په خدمت کې دي. هغوى د هېواد د ارزښتونو دفاع   کوي او د جنايتکارانو په وړاندې ولاړ دي او حب الوطن چې د پيغمبر (ص ) له ارشاداتوڅخه دى؛ د هغوى په بدن کې ژوندى دى چې په هغوى بريد په ديني ارزښتونو بريد دى.
د جوماتونو او تکيه خانو ملا امامانو، واعظانو او خطيبانو، طالبانو ته خبردارى ورکړ چې د اسلام له نامه څخه په استفادې سره له اسلام سره دښمني و نه کړي او تحريف شوې خبرې اسلام ته نسبت ورنکړي، که نه په دنيا او آخرت کې به  د منافق په توګه  له الهي عذاب سره مخامخ شي .
دغو ديني عالمانو وويل چې ځينې ډلې په اسلامي نامه او القابو سره د اسلام په وړاندې د دښمنۍ د هويت په لټه کې دي. په داسې حال کې چې هغوى د سيمې د هېوادونو او آن د اسلام له دايرې څخه د وتلو هېوادونو استخباراتي پروژې دي او هغه کسان چې په دغو ډلوکې د افرادو په توګه له خپلو ورونو سره په جګړه کې دي؛ بايدخپل تګلورى له هغوى څخه جلا کړي چې د منافقانو او د اسلام د دښمنانو په ډله کې را نه شي .
دغو ديني عالمانوله طالبانو څخه وغوښتل چې قرآن ته په مراجعه کولوسره  د خپل دين او خلکو په وړاندې د يوه مسلمان مکلفيتونه پيدا کړي او د قرآن په لارښوونه تاوتريخوالى پاى ته ورسوي او که چېرې د کار او سياسي فعاليت  علاقمندي ولري؛ د هېواد اساسي قانون کولاى شي هغوى ته لارښوونه وکړي او بايد په دې پوه شي چې د دوى ناوړه عملونه له اسلام سره کومه اړيکه نلري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته