فرهنګ

حشمت الله بارکزي دژيړو مډال وګاټه

کابل باختردوري دمياشتې ٦نيټه  :
دهيواد دبايسکل ځغلولو ورزشکار حشمت الله بارکزي  له پاکستان سره دافغانستان دبايسکل ځغلولو دلوبو په اتلسم پړاو کې دريم مقام وګاټه او د ژيړو مډال يي ترلاسه کړ .
دغه سيالۍ چې پرون په پاکستان کې ترسره شوي  له افغانستان اوپاکستان څخه ٤٥ تنو ورزشکارانو په کې ګډون کړي و چې په يو پړاو کې يي له لاهور څخه ترسيوال پوري يوسلو شپيته کيلومتره واټن وواهه  چې په نتيجه کې يي  دوو تنو پاکستاني ورزشکارانو لومړۍ او دويم مقامونه او افغان ورزشکار حشمت الله بارکزي وکولاي شول دريم مقام وګټي.
دهيوادبايسکل ځغلولوفدراسيون درييس محمدصادق صادقي دڅرگندونو له مخې  ټاکل شوې وه دغه سيالۍ په يوولسو پړاونو کې ترسره شي خو دپاکستان دناامن حالت په پام کي نيولوسره په يوپړاوکې ترسره شوي.
دخبرځاى دڅرگند ونوله مخې حشمت الله بارکزي تيرکال له دغو سياليو څخه دسرو  زرو دمډال په ترلاسه  کولو سره هيواد ته راستون شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته