خبرونهاقتصاد

د کانونو او پټرولیم وزارت تېره اوونۍ څه د پاسه ۷۱۵ میلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي

کابل، د تلې ۱۱مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت د وږي میاشتې له ۳۱ نېټې څخه د تلې میاشتې تر ۶ نیټې پورې ټول ټال ۶۲۷ میلیونه ۷۰۹ زره ۳۹ افغانۍ او همدارنګه ۱میلیون ۱۲۵زره امریکايي ډالره عواید راټول کړي دي.

یاد وزارت په تېرو اوونیو کې هم میلیونونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي وو.

هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم د دولت په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې د اداري فساد د له منځه تللو او د عوايدو راټولولو په لړۍ کې د شفافیت او روڼتیا ښکارندويي کوي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا