امنیت

په بلخ ولايت کې دوګړني پاڅون ددوو قوماندانانو ترمنځ نښته

کابل باخترد ثور اتلسمه :
په بلخ کې تير ماښام دوګړني پاڅون ددوو قوماندانانو ترمنځ نښته کې دسرزيان  اوښتى دى .
دبلخ ولسوال ګلباز خان  دباختراژانس  سيمه ئيز خبريال ته وويل چې ددغه ولايت په بلخ ولسوالۍ کې دوګړني پاڅون ددوو قوماندانانو دافرادو ترمنځ دنښتې له امله يوتن ووژل شو او ددواړو لورو له خوا درې تنه نورټپيان شول .
ده زياته کړه چې دغه نښته دبلخ ولسوالۍ په بازار کې  رامنځته شوې ده او امنيتي منسوبانو په دې اړوند څيړنې پيل کړې دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته