سیاست

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير له حاجي محمد محقق سره په کتنه کې: د قزاقستان دولت او خلک به په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د تامينولو لپاره د افغانستان د دولت او خلک ترڅنګ ولاړ وي

کابل باختر د ليندى  پنځمه :
د قزاقستان جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ايرلاند ادريسوف پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره د وزيرانو شورا په ماڼۍ کې وکتل .
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د سيمې د امنيتي حالاتو او د دوه اړخيزو اړيکو د لا زياتې ژورتيا او پراختيا په باب خبرې وشوې .
د اجراييه رياست مرستيال د افغانستان له دولت او خلکو سره د قزاقستان د مرستو او همکاريو له امله قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا يې مهمه وبلله او د دواړوهېوادونو ترمنځ يې د اقتصادي او تجارتي اړيکو د لا زياتې پراختيا غوښتنه وکړه .
محقق وويل: د ملي وحدت حکومت په داسې شرايطوکې جوړ شوچې د نړيوالو ځواکونوله وتلو سره جوخت، افغانستان له نظامي او اقتصادي تشوسره مخامخ شو، خو سره له دې هم د افغانستان امنيتي ځواکونو په تيرو دووکلونوکې په ډيره غوڅه توګه له تروريزم سره مبارزه کړې ده. 
د اجراييه رياست مرستيال زياته کړه: سره له دې چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت په تيرو دووکلونوکې ډير سخت شرايط تير کړي دي؛ خو د بنسټونو د بيا جوړولو او پراختيا په برخه کې يې د يادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
استاد محقق د هېواد په بېلابېلو سيموکې د واټونو او سړکونو د جوړولو او د افغانستان د لويديځ  او شمال په سيموکې د اوسپنې پټلۍ د غځولو په برخه کې د افغانستان د دولت پروګرامونوته په اشارې سره د سلما د بريښنا له بندڅخه ګټه اخستنه يې د بنسټونو د جوړولو په برخه کې د افغانستان د دولت د هڅو او هاند بېلګه وبلله.
د اجراييه رياست مرستيال وويل: له دې سره جوخت چې د افغانستان په امنيتي او اقتصادي لحاظ سخت شرايط تجربه کوي؛ په هېوادکې د داعش په نامه ديوې بلې تروريستي او تکفيري ډلې ظهور يو بل فشار و چې په افغانستان  باندې  وتپل شو.
محقق وويل: شواهد ښيي چې تروريستان او د هغوى ملاتړي هلې ځلې کوي چې ناامنۍله شمالي پاکستان څخه د افغانستان جنوب او وروسته د دغه هېواد شمال ته وليږدوي او تر يوې اندازې پورې يې دا کار کړى هم دى .
  د اجراييه رياست مرستيال وويل چې په فرقه يي جګړو لاس پورې کول او د افغانستان په هزاره ګانو او شيعه ګانو بريد په افغانستان کې د داعش اصلي موخې دي چې له دې لارې غواړي د افغانستان ملي وحدت دړې وړې کړي .
محقق زياته کړه چې په تيرو څلورومياشتوکې د داعش د ډلې په څلورو بريدونو په لاس پورې کولو سره، په مشخصه توګه د هزاره په ملکي او بې دفاع وګړو بريدونه کړي دي چې په دغو بريدونوکې څه ناڅه ١٦٠ تنه شهيدان او کابو ٦٠٠تنه نور ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه چې د داعش ډله او ملاتړي يې په اقتصادي لحاظ هم د افغانستان خلک تر فشار لاندې نيسي او ده په ځينو عربي هېوادونوکې د څه دپاسه شپږ سوه تنو هزاره سوداګرو د تجارتي فعاليتونو د جواز لغو کيدل چې له امله يې په سلګونومليونه ډالره مالي تاوان اوښتى دى؛ د دې کار بېلګې وبللې .
د اجراييه رياست مرستيال ټينګار وکړ چې له نړيوال تروريزم سره د مبارزې او په سيمه کې د نا امنۍ د له منځه وړلو يواځنۍ لاره سيمه ئيزې او نړيوالې ګډې  هلې ځلې دي.
محقق وويل: زموږ په هېوادکې د پانګونې لپاره ښې زمينې شته او له قزاقستان څخه يې وغوښتل چې په افغانستان کې د بريښنا رسولو، د واټونو او سړکونو  د جوړولو او د قيمتي ډبروپه برخوکې پانګونې وکړي.
د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير ايرلاند ادريسوف وويل: دې ته په پاملرنې سره  چې هېواد يې د ملګرو ملتو د سازمان د امنيت شورا غير دايمي غړيتوب لري او افغانستان ته د سفر موخه يې د سيمې د امنيتي حالاتو څيړنه ده؛ ډاډ يې ورکړ چې هېواد به يې نه يواځې د خپلو ګټو بلکې د سيمې د هېوادونو د ګټو هم د ملګرو ملتو د سازمان په امنيت شورا کې دفاع وکړي.
  د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې هېواد يې له افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيکو پراختياغواړي او په همدې لاره کې په افغانستان کې د قزاقستان تجارتي خونه پرانستل شوې ده او په قزاقستان کې د افغانستان د سوداګرۍ  خونه به هم پرانستل شي .
ادريسوف وويل چې د قزاقستان دولت او خلک د افغانستان په ستونزو پوهيږي او هېواد به يې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو  د تامينولو لپاره د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ ولاړ وي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته