نړۍ

په عراق کې د ٨٠ تنو ايزدي ښځو دډله ئيز قبر کشف .

بغداد باختر دلړم څليرويشتمه :
  دعراق دسنجار ښار دپوليسو قوماندان دايزدي  لږکي  د ٨٠ تنو ښځو د ډله ئيز قبر دکشف خبر ورکړى دى .
  دعراق دسنجار ښار دپوليسو قوماندان قاسم سمواعلام وکړ چې دعراق دکردستان ځانمرګو ځواکونو پرون دعراق په شمال سنجار ښار کې دايزدي لږکي د ٨٠ ښځو  ډله ئيز قبر کشف کړ .
سمو وويل چې دغه ښځې تير کال ووژلې شوې او په سنجار ښار دداعش دتروريستي ډلې په بريد کې ونيولې شوې او له يوې مخې ووژلې شوې .
دسنجار ښار دشورا غړي مياسير ديوې ځوانې ايزدۍ  ښځې له خولې چې ددغې يومخيزې  وژنې شاهده ده وويل چې دڅه ناڅه ٧٨ تنو ايزدي ښځو مړي چې له ٤٠ کلنۍ  څخه تر ٨٠ کلنۍ پورې وې په دې ډله ئيز قبرکې  ښخ کړى شوې دي
داسې بريښي چې دداعش تروريستانو دايزدي  ښځو له تښتونې وروسته ځوانې نجونې  دجنسي کارونې لپاره له ځان سره بوتلې او نورې يې له يوې مخې ووژلې  .
دداعش تروريستي ډلې د ١٣٩٣ کال په دوبي کې دسنجار ښار ونيوه .
کردي ځواکونو دتيرې جمعې  دورځې په لومړيو ساعتو کې  په دغو ستراتيژيکي  ښارواکمني پيداکړه اوله تروريستي عناصرو څخه يې دبيلابيلو سيمو په پاکولو پيل وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته