(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست بلخ ته سفر وکړ

کابل، د غبرګولي ١١مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د یو پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ له مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د شهید الحاج مولوي محمدداود مزمل، مجاهدینو او ولس د قربانیو او سرښندنو څخه ستاینه وکړه او روح ته یې دُعا وکړه.
شیخ دلاور وویل، چې د افغانستان اقتصادي کمېسیون له لوري په ټول هېواد کې د کانونو او پټرولیم د کارونو د چټکوالي، د ستونزو لرې کولو، د کارونو د منظم والي، د عوایدو د لوړېدو، د کانونو او پټرولیم د ساتنې او د فساد د مخنيوي په موخه په هر ولایت کې له اتو ارګانونو کمېټه جوړه شوې، ترڅو د کانونو او پټرولیم کارونه پرمختګ وکړي او دې برخه کې پرتې ستونزې له منځه یوسي.
ورستیو کې د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور ته ښه راغلاست ووایه او زیاته کړه، چې بلخ ولایت کې د کانونو او پټرولیم ریاست یو له هغو ریاستونو څخه دی، چې په دې ورستیو کې یې د کارونو د چټکوالي، منظم والي او پر وخت له وزارت سره د راپورونو په شریکولو کې لومړی مقام خپل کړ او لا هم کوښښ کوي، چې یاده برخه کې ټول ارګانونه او ولایت مقام ورته زیاته پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې شیخ شهاب الدین دلاور له دې وړاندې جوزجان او سرپل ولایتونو ته هم سفر کړی و.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا