(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د زمردو له ملي سوداګرو سره وکتل

کابل، د وږي ۲۷مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پنجشېر د
زمردو د داوطلبۍ له ګټونکي فخرالدین او یو شمېر نورو ملي سوداګرو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې په دې کتنه
کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: «الحمدلله د پنجشېر په ګډون په ټول
هېواد کې سراسري امنیت تامین دی او همدارنګه پر کانونو باندې د پانګونې په برخه
کې به د دغه ولایت خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»
د زمردو سوداګرو هم، له خصوصي سکټور او پانګه والو څخه د افغانستان اسلامي
امارت د ملاتړ مننه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت تېره اوونۍ، د لومړي ځل لپاره
د څه د پاسه ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، د پنجشېر د ۱۲۴۴ قیراط زمردو د
پلورلو خبر ورکړی و.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا