خبرونهاقتصاد

د کانونو او پټرولیم وزارت په پکتيکا کې د کانونو د سپړلو څرنګوالی و ارزاوه

کابل، د لړم ۲۷مه، باختر
د کانونو او پټروليم وزارت د تخنيکي پلټنې او څېړنې پلاوي د پکتيکا ولایت د کانونو کيندنې له فعالیتونو ليدنه او پلټنه وکړه.
د دغه پلاوي مشري مفتي قدرت الله عارف کوله، چې د پکتيکا ولايت د کانونو رييس مولوي نظر ګل صياد، په ملتيا د مرکز ښرنې، سروضې، ارګون او مټاخان ولسواليو کې د ودانیزو موادو ترڅنګ د ډبرو سکرو د کان کيندنې د فعاليتونو ارزونه او پلټنه تر سره کړه.
ګډ پلاوي په ساحه کې د نيمګړتياوو د له منځه وړلو او وړ فعاليتونو د تر سره کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
محمد اکرم شهاب، افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا