خبرونهاقتصاد

د کانونو او پټرولیم وزارت: ګټونکي شرکتونه دې په خپلو ورکړل شویو نرخونو استخراج ته دوام ورکړي

کابل، د تلې ۱۷مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په داوطلبي کې ټول ګټونکي شرکتونه باید په خپلو ورکړل شویو نرخونو، استخراج ته دوام ورکړي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت په خپره شوې خبرتیا کې راغلي: “د کانونو او پټرولیم وزارت، د قراردادونو ارزیابۍ کمېټې پرېکړه کړې، چې د شفافیت او سالم رقابت باقي پاتې کېدا په پار د کرومایټو ډبرو په داوطلبۍ کې ټول ګټونکي شرکتونه باید په داوطلبۍ کې د دوی له لوري په خپلو ورکړل شویو نرخونو استخراج ته دوام ورکړي.

په خبرتیا کې دغه راز په ډاګه شوې ده؛ که چېرې کوم شرکت نه غواړي په خپل نرخ قرارداد ته دوام ورکړي؛ په اړوند کان کې یو ځل بیا د ټولو هغو شرکتونو ترمنځ چې پروپوزل یې وړاندې کړی و؛ داوطلبي کېږي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا