سیاستخبرونهاقتصادتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کانونو د قراردادونو په سپارلو کې کورنیو شرکتونو ته لومړيتوب ورکول کېږي

 کابل، د تلې ۴ مه، باختر

کانونه د هېواد د اقتصادي لرلید لپاره فوق العاده ارزښت لري که چېرې له کانونو د ایستلو بهیر او له هغه څخه ګټه اخیستنه سم مدیریت شي افغانستان به د یو پیاوړي اقتصاد خاوند وي.

د باختر آژانس مبصر لیکي: کانونه او تر ځمکې لاندې زېرمې د هر هېواد اقتصادي اساسي پایې جوړوي او په اقتصادي وده او پراختیا کې حیاتي رول لري.

کانونه له سترو الهي نعمتونو څخه دي، چې د بشریت د سوکالۍ لپاره رامنځته شوي، افغانستان هم داسې هېواد دی چې له دغه الهي نعمت څخه بې برخه نه دی او د کانونو او د باکیفیته زېرمې د لرلو له پلوه په نړۍ کې شهرت لري.

سره له دې چې افغانستان زیاتې طبيعي زېرمې او کانونه لري یو بېوزله هېواد دی او خلک یې په لوږي نس په خزانې ویده دي.

کانونه اقتصادي پرمختیا ته د رسېدو لپاره لومړنۍ مؤلفه ده، خو افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د نظامونو د بې کفایتۍ یا د کورنیو جګړو په دلیل او یا هم د بهرنیانو د لاسوهنې په دلیل نه دی توانېدلی چې له خپلو دغو شتمنیو استفاده وکړي.

سره له دې چې تر ځمکې لاندې زیاتې شتمنۍ لري خو تل بهرنیو مرستو ته اړ پاتې شوی، په داسې حال کې چې اقتصادي پرمختیا ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې د هېواد په اقتصادي لرلید کې د طبيعي زېرمو او کانونو ارزښت ته جدي پاملرنه وشي.

افغانستان د سترو کانونو او زېرمو له شتون سره سره نشي کولای تل په بهرنیو مرستو تړلی پاتې شي باید د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره طرحې او پروګرامونه ولري او په دې لاره کې لومړنۍ ګام له طبيعي زېرمو څخه استفاده ده او باید کانونو او طبيعي زېرموته لومړیتوب ورکړل شي.

په افغانستان کې نوی نظام د کانونو څارنه او استخراج په سم، معیاري او فني ډول د کار په لارښود کې نیولی دی او د دې ترڅنګ هلې ځلې کېږي چې زیاتره کورني شرکتونه په دې بهیر کې شامل کړی شي چې دغه کار د کار موندنې زمینه برابروي، ملي عواید زیاتوي او افغانستان به په پړاویز ډول یو پیاوړي اقتصاد ته ورسوي.

پخوا د هېواد کانونه او طبيعي زېرمې په سم ډول نه دی مدیریت شوی او له هغو څخه لازمه ګټه نه ده اخیستل شوې.

په غیرقانوني ډول د کانونو کېندل او د کاني توکو قاچاق له ډېرو مهمو موضوعاتو څخه و خو نوی نظام په دې لټه کې دی، چې د غیرقانوني کېندنو او د کاني توکو د قاچاقو مخه ونیسي او د افغانستان له کانونو څخه د استفاده غوښتونکو او لوټ مارانو لاسونه لنډ کړي.

د افغان دولتي چارواکو په نظر د کانونو په برخه کې د شفافیت رامنځته کول یوه جدي اړتیا ده او د کانونو سم مدیریت د هېواد اقتصادي لرلید ته زیات ارزښت لري.

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي چې کورنیو شرکتونو ته د کانونو د قراردادونو په ورکولو کې لومړیتوب ورکول کېږي.

د کانونو او د ایستلو په برخه کې د بهرنیو پانګونو په جلبولو سره د هېواد خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

هغه ژمنه کړې ده، چې د کانونو د اېستلو او قراردادونو کار به شفاف وي او په هغه کې به د فساد او ناجایزه استفاده شتون و نه لري.

د کانونو د اېستلو په لاره کې هغه ستونزه چې بهرنیو شرکتونو ته شتون لري دا ده چې دغه شرکتونه له افغانستان څخه بهر د اېستلو شویو عناصرو په پروسس ټينګار کوي په داسې حال کې چې د کانونو وزارت په هېواد کې د اېستل شویو عناصرو پر پروسس ټينګار کوي.

د کانونو د اېستلو هدفمند مدیریت کولای شي افغانستان له اوسنیو اقتصادي ناخوالو وژغوري او د کارموندنې او د ملي عواید په ودې سره د افغانستان ځورېدلو خلکو ته سوکالي ولري هغه کار چې اسلامي امارت یې ژمنه کړې ده.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا