امنیت

د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر د سلواغې ۲۹مه
د هېواد په ختيځ کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه
امنيتي ځواکونو نن سهار د کونړ، ننګرهار او د لغمان د ولايتونو په يوشمېر ګڼ مېشتو لارو کې ١٨ ښخ کړای شوي ماينونه کشف او شنډ کړل.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره يو لړ چاودنې رامنځته کړي، خو بريالي نه شول .
ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته