سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

د کانکور ازموينه کې د نجونو ګډون؛ د اسلامي امارت د مسووليت منلو ښکارندویي کوي

 کابل، د تلې١٣ مه، باختر

ټاکل شوې ده د دولسمو ټولګيو له فارغانو څخه په نږدې راتلونکي په تحصيلي بنسټونو کې د شموليت ازموينه واخيستل شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د ثانوي زده کړو په پاى ته رسېدو سره د خپلې خوښې په څانګه کې لوړې زده کړې د هر ځوان هيله ده، چې په راتلونکي کې د تحصيل کړي/ کړې په توګه ټولنې ته وړاندې شي او خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

د افغانستان قوانينو په هر وخت کې زده کړې د دولت له خوا وړيا بللي او دغه اکاډمیک ځایونه دي، چې ټولنې ته علمي کادرونه وړاندې کوي.

څرنګه چې د هېواد ۶۰ سلنه وګړي ځوانان جوړوي د اکاډمیکو بنسټونو لومړنی مسوولیت دا دی، چې ځوانانو ته د علمي زده کړو زمینه برابره کړي، تر څو د علم په ګاڼه سمبال او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

اسلامي امارت په داسې حال کې د کانکور آزمینه اخلي چې نجونې او هلکان پکې ګډون لري، دا د دې ښکارندويي کوي چي اسلامي امارت په هېواد کې د ځوانانو د برخليک په اړه مسووليت مننونکي دى او په دې کار سره دوی ته نوې مفکوره ورکوي چې د هېواد آبادۍ لپاره مټې را ونغاړي.

\  ج

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا