سیاست

تبصره

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
له ګاونډيو هيوادونو په تيره بيا له جنوبي ګاونډي څخه  دافغانستان دخلکو هيله او توقع داده چې هغوى  دهغو ملي پروګرامونو په تحقق کې  چې په افغانستان او سيمه کې دثبات او امنيت ضمانت کوي ، له افغانانو سره مرسته وکړي .
دباختراژانس مبصر ليکي: دافغانستان خلکو  دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخابات په برياليتوب سره ترسره کړل سره له دې چې دغه بهير له لوړو امنيتي ګواښونو او ستونزو سره مخامخ و، خو افغان امنيتي بنسټونو دهيواد په حالاتو په پوهيدو  او دراتلوونکې په نسبت  دمسووليت په احساس سره په درايت اوميړانې  سره عمل وکړ، او پرې يې نه ښودل چې مغرضين او په بهرنيو استخباراتو پورې اړوندې اجيرې کړۍ  په هيواد کې دانتخاباتو بهير ګډوډ کړي .
مخکې له دې چې په هيواد کې دانتخاباتو بهير پيل کړي، نړيوالې  ټولنې ددغه بهير دتحقق په مقصد له افغانانو سره خپله همکاري اعلام کړه او دملګرو ملتو سازمان او نورو معتبرو نړيوالو سازمانونو دافغانستان له ګاونډيو هيوادونو په تيره بيا له پاکستان څخه وغوښتل چې ددغه بهير په تحقق کې دې له افغانانوسره همکاري وکړي .
   ددغې  بلنې په نسبت دګاونډيو هيوادونو او په مشخصه توګه دپاکستان غبرګون  مثبت و .
پاکستانيانو اعلام وکړ چې ددغه بهير په عملي کولو کې به له  افغانانو سره ښه او فعاله همکاري وکړي، خو دپيښو تګلوري وښودله چې مثبته او فعاله همکاري  موجوده نه وه، دپاکستان دتوپونو او راکټي بريدونه آن په افغانستان کې دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو د ترسره کولو په ورځ هم ترسره شول.
ددې تر څنګ دانتخاباتو په ورځ او آن له هغې څخه مخکې له  دې هم موږ له قبايلي سيمو څخه  افغانستان ديو زيات شمير  تروريستانو دراتګ شاهدان وو. چې يو زيات شمير يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول اويا ددغو ځواکونو دعملياتو په بهير کې وځپل شول.
له بلې خوا استخباراتي اطلاعات او هغه خبرونه چې په رسنيو کې  خپاره شول ددې کار څرګندوى و چې دانتخاباتو دبهير دګډوډولو او ددغه بهير  دسبوتاژ  په مقصد  د ډيورنډ له کرښې اخوا پروګرامونه طرحه شول .
  په دې ترڅ کې  په افغانستان کې دانتخاباتو دترسره کولو په نسبت ديو شمير سياست والو په تيره بيا دمذهبي سياست والو نظر منفي و.
امنيتي  بهير  او دانتخاباتو څرنګوالى دملي امنيت دشورا په وروستۍ غونډه کې وڅيړل شول، دملي امنيت دشورا غړو دامنيتي  ارګانونوترمنځ ګډې هلې ځلې او همغږۍ وستايلې،او دتخريبې پروګرامونو په کشف او شنډولو کې يې دخلکو همکاري دستاينې وړ وبلله .
او دانتخاباتودبهير په منعکس کولوکې يې درسنيو رول ارزښتناک  وباله، خو دپاکستاني پوځيانو دراکټي  او توپچي پوځ  د بريدونو  دوام هغه هم دانتخاباتو دترسره کولو په بهير کې وغندل شو، او  څرګنده شوه چې پاکستاني پوځيانو  دهغو ژمنو  پرخلاف  عمل وکړ چې دهغوى له خوا په افغانستان کې دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو دترسره کولو په لاره کې  دهمکارۍ په باب شوې وې .
په افغانستان کې  دسياسي کارپوهانو په باور پاکستاني پوځيانو دانتخاباتو دبهير دامنيت دتامينولو په لاره کې له افغانانو سره په خپلې نه همکارۍ سره وښودله  چې په سيمه کې دخپلې ستراتيژۍ  دژورتيا په باب   فکر کوي، هغه ستراتيژي چې  په هغې کې دسيمې همغږي اوهمکاري له خنډونو او له منځه تللو سره مخامخ کيداى شي .
  پاکستاني پوځيان  دې بايد په دې پوه شي چې ددغه هيواد په  شمال کې يو بې ثباته اوپه بحران  کې ښکيل هيواد نه شي کيداي  اغيزمن وي ، په داسې حال کې چې په افغانستان کې سوله اوثبات  دسيمه ئيز ثبات ضمانت کوي او په پاکستان کې وروستۍ تروريستي پيښې  ددغې ادعا لپاره ثبوت دى ،هغه پيښې  چې ويې ښودله  بنسټ پالنه او تروريزم کولاي شي  دهغو  کسانو لمن ونيسي چې دغه کرغيړنه مفکوره  او پديده يې وپايلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته