خبرونهTOPښوونه او روزنه

د کانکور د ازموینې پایلې اعلان شوې؛ له هرات څخه سليمان رابين لومړی مقام خپل کړی دی

 کابل، د لړم ١٤ مه، باختر

د آزموینې ملي ادارې نن د ۱۴۰۱ کال د کانکور پایلې اعلان کړې، چې په کې د هرات ولایت له سلطان غیاث الدین لېسې څخه سليمان رابين په سږني کانکور کې تر ټولو لوړې ۳۵۵.۴ نمرې ترلاسه کړې او لومړی مقام یې ګټلی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د آزموينو د پایلو د اعلان په مراسمو کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او يو شمېر نورو لوړو پوړو چارواکو ګډون کړى وو.

مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې د کانکور آزموينه سږ کال په کم وخت، شفاف ډول او ښه مديريت سره په ټول هېواد کې واخيستل شوه او پایلې يې هم اعلان شوې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، په دې آزموينه کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۱۲۴ زره او ۹۲۸ تنو داوطلبانو نوم لیکنه کړې وه، چې له ډلې یې ۸۴ زره او ۸۶۳ تنه د لوړو زده کړو په موسسو کې  او ۳۳ زره ۲۰ تنه نور د نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې جذبېږي.

وروسته د آزموينو د ملي ادارې سرپرست پوهاند عبدالقدير خموش په خپلو خبرو کې د آزموینې بهير کې د شفافيت ډاډ ورکړ او په دې لاره کې يې د اسلامي امارت د رهبرۍ مننه وکړه او وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د محصلانو په جذب کې ٣٠سلنه زياتوالى راغلى دى.

دغه راز په دې مراسمو کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز رييس مفتي انعام الله سمنګاني د کانکور آزموينو په بهير کې د ښه مديريت او شفافيت له امله قدرداني وکړه او ويې ويل، چې پخوا د آزموينې د اخيستلو بهير او د هغو د پايلو اعلان په میاشتو وخت نيوه، چې له نېکه مرغه سږ کال دغه بهير په يوه مياشت کې بشپړ شو.

په سږني کانکور کې سليمان رابين د غلام جيلاني زوى چې د هرات د سلطان غياث الدين له لېسې څخه فارغ شوى دى، چې د ۳۵۵.۴ نومرو په اخيستلو سره لومړى مقام، محمد شبير د ناظر حسين زوی چې د کابل د خاتم النبين له لېسې څخه فارغ شوی، د ۳۵۵.۳ نومرو په ترلاسه کولو سره دويم او هدايت الله احمدي د عبدالمنان زوى د ۳۵۴.۹ نومورو په ترلاسه کولو سره درېم مقام خپل کړی دی.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا