ټولنه

په ننګرهار کې ۴۰۰ اړو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
په ننګرهار کې له ۴۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه کورنۍ د تروريستي او طبيعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.
د ننګرهار د رسنيز دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي دي په دې پړاو کې ۴۰۰ اړو کورنيو اوړه، غوړي، وريجې، دال، د ماشومانو خواړه او د کور لومړني وسایل ترلاسه کړل.
دغه مرستې نړيوالو مرستندويو بنسټونو برابرې کړې وې.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته