کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٩ :
دتساوي ټولنيزې اوفرهنګي موسسې څه د پاسه ديرشو تنو ښځينه خبريالانو ته دفراغت سندونه ورکړل.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې غونډه کې دتساوي دټولنيز اوفرهنګي
مرکز مسوولې معصومې محمدي خبرې وکړې او ويې ويل : څه دپاسه ديرشو تنو ښځينه خبريالانو دخبريالۍ د اصولو او اساساتو ، عکاسۍ اوفلم اخستنې په څانګو کې دلسو مياشتو لپاره په عملي او نظري توګه زده کړې ترسره کړې دي .
ميرمن محمدي داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه غوښتل چې نويو خبريالانوته
دکار زمينه برابره کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونودچارومعينې سيمين حسن زاده په دې غونډه کې وويل ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو او د بيان د آزادۍ ملاتړ کوي .
دخپرونو دچارو معينې زياته کړه موږ د رسانه يي کيدو او د بيان د آزادۍ په فضا کې ژوند کوو چې زموږ يو ملي او وګړنى برياليتوب دى.
0 1 دقیقه لوستل