سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ غونډې د برېښنایي تذکرو د وېش پلان په پرنسیپ کې تائید کړ

کابل_باختر د وري د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د برېښنایي تذکرو د وېش په اړه د تیاري غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین طارق شاه بهرامي، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، په سیاسي چاروکې د جمهور رئیس ځانګړي استازي محمد اکرم خپلواک او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې (برېښنایي تذکرې) رهبري پلاوي حضور درلود.
په پیل کې د جمهور رئیس سلاکاررفیع الدین ملکزي او د برېښنایي تذکرې د وېش ادارې عمومي رئیس همایون محتاط د برېښنایي تذکرو د وېش لپاره د تخنیکي تیاریو په اړه خپل پلان غونډې ته وړاندې کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته