کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دښار جوړولو او ځمکه والى وزارت اته ديرش جريبه دولتي ځمکه چې د کابل ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې غضبه شوې وه ، له غاضبينو څخه بېرته ترلاسه کړل
دباختراژانس دخبر له مخې، دښار جوړولو اودځمکه والى وزارت دغاضبينو له منګولو څخه ددولتي ځمکو دبېرته ترلاسه کولو پردوام په دې وروستيو وختو کې اته ديرش دولتي ځمکه چې په قره باغ کې غضبه شوې وه ، بېرته ترلاسه کړه.
دغه ځمکه له څوکلونوراپديخوا دغاضبينو په منګولو کې وه . او له هغه څخه يې شخصي استفاده کوله .
دښار جوړولواودځمکه والى وزارت تراوسه پورې دهېواد په کچه څه دپاسه پنځه سوه زره جريبه دولتي ځمکه دغاضبينو له منګولو څخه ترلاسه کړې ده .
ختم_ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ