سیاست

اجرائيه رئيس په کابل کې نننى ځانمرګی برید په کلکه غندي

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې١٩مه
په خواشینۍ سره خبر شوم چې نن د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا د افغانانو ارامي ونشوه زغملی او په یوه ځانمرګي برید سره یې لسګونه کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې.
ترهګرو سترې محکمې ته څېرمه یوه ځانمرګی برید ترسره کړ، چې زموږ یوشمېر هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل. زه دا برید په کلکه غندم. ترهګرو یو ځل بیا وښوده، چې لا هم د وینو په تویولو او وحشت خپرولو سره خپلو شومو موخو ته د رسېدو هڅه کوي، خو دا تجربه ناکامه ده او جنایت کاران به یوازې د مخ له تور والي او د ملت په زړونو کې ځانته د نورې کرکې او نفرت د تخم له کرلو پرته بل هېڅ هم ترلاسه نه کړي.
افغانانو د دغه ډول جنایت کارانو په موخو ښه پوه شوي دي. ترهګرو چې د جګړې په میدان کې یې ماتې خوړلې، هڅه کوي چې په دې ډول بریدونو سره د افغانانو په زړونو کې وحشت او وېره خپره کړي. خو افغان امنیتي ځواکونه له پخوا هم په لوړ مورال او روحیې سره د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې له تفکیک پرته ولاړ او خپله سینه یې د دښمن برید ته سپر ګرځولې ده. هغوی به اجازه ورنکړي، چې جنایت کاران خپلو موخو ته ورسېږي.
دا نه بښونکی جنایت به هېڅکله هم د افغانانو هېر نشي او نه به یې عاملین وبښل شي. هرو مرو به افغان امنیتي ځواکونه د دې ډول جنایتونو عاملین په خپله سزا ورسوي.
زه یو ځل بیا د دې جنایت شهیدانو ته جنت فردوس، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته