اقتصاد

په کاپيسا کې د بريښنا ١٥٠پايې ودرول شوې

کابل /دتلي ٢١مه /باختر
د کاسا- ١٠٠٠ پروژې په ملاتړ د کاپيسا ولايت د لومړى برخې په ولسوالۍ کې د بريښنا ١٥٠ پايې ودرول شوې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د کاپيسا د بريښنا شرکت سرپرست انجنير فريد وايي چې د بريښنا ١٥٠ پايې د دغه ولايت د لومړى برخې په ولسوالۍ کې د کاسا-١٠٠٠ پروژې په ملاتړ د ٩ اعشاريه شپږوميليونوافغانيو په لګښت ودرول شوې.
د کاپيسا والي محمدالله ادريس وايي: په دې هڅه کې يوو چې د بنسټيزو پروژو په تطبئقولو سره د دغه ولايت خلکو زياتې اسانتياووې برابرې کړو.
د کاپيسا د بريښنا شرکت مسوولين وايي ټاکل شوې ده د بريښنا د٣٥٠ نورې پايې هم د بريښنا شرکت له خوا په دغه ولايت کې ودرول شي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته