سیاست

دغزني دفرهنګي کميسيون غړو له محمدکريم خليلي سره وکتل.

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

دغزني پيژندنې دفرهنګي کميسيون غړونن له غرمې مخکې د جمهوررييس له مرستيال محمدکريم خليلي سر ه وکتل.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دغه  کميسيون  چې دغزني ولايت فرهنګيان ، دپوهنتون استادان او عالمان  پکې غړيتوب  لري  په ٢٠١٣ ميلادي کال کې  داسلامي نړۍ دفرهنګ دپايتخت په توګه  دغزني ښار  دمعرفي کولو په درشل کې هلې ځلې پيل کړي دي  او په دې اړوند يې خپلې نظريې اوکړه وړه د جمهوررييس له مرستيال سره طرحه کړل.

دغزني پيژندنې دمقدماتي غونډو اودعلمي  _  فرهنګي غونډې جوړول، ددغو غونډو د جوړولو لپاره دتياري په مقصد په کابل اوغزني کې  ددفترونو  جوړول  اودهغو   شپږټوکيزو مقالو دټولګي چاپول چې  دغزني دلرغوني ښار په اړوند ليکل کيږي هغه هلې ځلې دي چې دغزني پيژندني  فرهنګي کميسيون دخپل کار په لارښودکې ورته ځاى ورکړى دى .

دکتنې برخه والو دافغانستان له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په ښه توګه دغزني ښار دپيژندنې اوداسلامي نړۍ  دفرهنګي پايتخت په توګه په ٢٠١٣ کال کې  دهغه دمعرفي کولو په مقصد دهغو لومړيتوبونوپه ترسره کولو کې چې په پام کې لري له دغه کميسيون سره مرسته وکړي .

په دې کتنه کې د جمهوررييس مرستيال محمدکريم خليلي  دغزني ښار دپيژندنې لپاره  دهلوځلو په لاره کې ددغه کميسيون دغړو دملاتړ له امله قدرداني وکړه .

 دجمهوررييس مرستيال  دغزني ښار اودهيواد دنورو  لرغونو سيمو  لرغوني ارزښت ته په پاملرنې سره څرگنده کړه لازمه ده چې دټول هيواد په کچه يو علمي څيړنيز مرکز جوړشي   چې دهيواد دلرغونوسيمودپيژندنې په باب هراړخيزې څيړنې وشي .

 ده دغه راز زياته کړه ، دافغانستان دولت به له هغو  فرهنګيانوسره  همکاري وکړي  چې  دغزني ښار دپيژندنې  لپاره هڅه او هاندکوي ، په تيره بيا دغزني پيژندنې له فرهنګي  کميسيون سره هم په هغو مواردو کې چې لازمه ده همکاري وکړي .

ديوبل خبرله مخي : دننګرهار ولايت دبهسودوولسوالۍ يوشميرسيمه ييزو سپين ږيږو اومشرانو نن له غرمې وروسته دجمهوررييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل .

باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :دننګرهار ولايت دبهسودو ولسوالۍ مشرانو اوسپين ږيرو د دولتي ځمکې اوملکيتونو دغصب په برخه کې ددغې ولسوالۍ دخلکوستونزې دجمهوررييس له مرستيال سره طرحه کړې .

دکتنې دبرخه والو دڅرگندونوله مخې،  ځينو زبرځواکو دزرګونو جريبه دولتي ځمکې په غصب اودهغې په پلورنې سره ددغې ولسوالۍ  اوسيدونکو ته  سختي ستونزې پيدا کړي دي .

ددوى دڅرګندونوله مخې، تراوسه پورې سيمه ييزو ادارو هم ددغې ساحې دخلکو دستونزو دلري کولو په لاره کې  اقدام نه دي کړي دوى ددولت  له مشرتابه هيئت څخه وغوښتل چې ددوى دستونزو دحل کولو په لاره کې جدي پاملرنه وشي .

دجمهوررييس مرستيال دهيواد په بيلابيلو ولايتونو کې ددولتي ځمکې دغصب  له امله دانديښنې دڅرگندولو په ترڅ کې دننګرهار ولايت دبهسودو ولسوالۍ مشرانو اوسپين ږيږو ته ډاډ ورکړ  چې ددولت دمشرتابه هيئت به ددوى دستونزو دحل کولو په لاره کې اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته