امنیت

دملي دفاع وزارت خبرتيا :

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
دملي دفاع وزارت خبرتيا :
پوځي ملي اکاډمي د ١٣٩٥ تحصيلي کال لپاره په دغو شرايطو محصل مني.
١-کانديدان د ١٣٩٤ کال د دولسمو ټولګيو نارينه او ښځينه فارغان او يا د ١٣٩٤ کال په دولسمو ټولګيو کې شامل وى.
٢-دکانديد عمر له ١٨ څخه تر ٢٢ کلونو پورې وى.
٣-دافغانستان تابعيت ولري.
٤-پوره جسمي ،ذهني او رواني روغتيا ولري او په فزيکي ازموينه کې اړوند معيارونه ترلاسه کړي.
٥-جرمي سابقه ونه لرى په نشه يي توکو او مسکراتو روږدى نه وى .
٦-دکانکور آزموينه د لوړو زده کړو وزارت له معيارونو سره سم اخيستل کيږي.
٧-کانديد بايد په ملي اردو کې د افسر په توګه د دوامداره خدمت په ترسره کولو ژمن وى .
٨-د ١٣٩٤ کال فارغانو درې کلن (لسم،يوولسم او دولسم )ټولګيو نمرې بايد ٨٠ سلنه او د ١٣٩٤ کال د دولسمو ټولګيو شاملينو دلسم ،يوولسم او همدا راز د دولسم ټولګى دڅلورنيم مياشتنۍ ازموينې منځنى نمرې ٨٠ سلنه وى .
ددغو شرايطو درلودونکو ځوانانو ته خبر ورکول کيږي چې کولاى شي ددغې خبرتيا دخپريدو له نيټې څخه دمرکز او ولايتونو له اړوند کميساريو څخه دکانکور د ازموينې دشموليت فورم دهغه د لارښود کتابچې سره ترلاسه کړي او د اړوند ښوونځي او پوهنې رياست له تصديق څخه وروسته د درې کلنو نمرو نتيجې ، د تذکرې فوتوکاپي،ضمانت ليک او له څلورو رنګه عکسونو سره د تلې دمياشتې تر پنځمې نيټې پورې يې اړوندو کميساريو ته وسپارى.
دکانکور ازموينه د روان کال دلړم په ١٤ نيټه په قرغه کې دمارشال فهيم پوهنتون په انګړ کې اخيستل کيږي.
د ١٣٩٣ کال ښځينه فارغانې او د ١٣٩٤ کال ښځينه شاملانې کولاى شي اړوند فورم په کابل کې دپوځي ملي اکاډمي له قوماندانۍ څخه ترلاسه او د اړوندو پړاوونو له بشپړولو وروسته د درې کلونو نمرو نتيجې ، دتذکرې فوتوکاپي ،ضمانت ليک او په سپين بګروند کې له څلورو رنګه عکسونو سره بيرته دملي پوځي اکاډمى ته وسپارى.
دتحصيل په بهير کې آسانتياوې.
دکابل په ملي اکاډمى کې دتحصيل موده څلور کاله ده او د تحصيل په پاى کې داکاډمى فارغ ته دليسان ديپلوم او د دوهم بريدمني افسرى رتبه ورکول کيږي.
– د تحصيل په بهير کې محصلانو ته دهغوى دتحصيلي کال په اساس مناسب معاش ، اعاشه ،اباته دضرورت ور قرطاسيه ،او روغتيايي اسانتياوې برابرې شوي او د ښځينه محصلانو داستوګنې لپاره جلا ليليه په پام کې نيول شوې ده.
– -د اکاډمى محصلين دتحصيل په بهير کې د پوځي ښوونې او روزنې برسيره د (حقوق ،سيول ،انجينيري،عمومي انجينيري،کمپيوترساين،انګليسي ژبې ،فرهنګ ، اداره او رهبرى) څانګو په يوې برخه کې تر روزنې لاندې نيول کيږي .        د اړيکو شميرې:
٠٢٠٢٦٣٤٠٧٧-٠٢٠٢٦٣٤٠٧٣-٠٢٠٢٦٣٤٠٧٥-٠٢٠٢٦٣٤٠٦٦

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته