(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د هېنجې له ملي سوداګرو سره وکتل

کابل، د وږي ۷مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري نن د هېنجې له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې سوداګرو له مولوي عطاءالله  عمري څخه وغوښتل، چې د دغه بوټي د صادرولو او له سیمې څخه ښارونو ته د انتقال لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ ورته مهال مولوي عطاءالله عمري ډاډ ورکړ، چې د دوی غوښتنو ته به پاملرنه وکړي او د دوی د ستونزو د حل په موخه به اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا