خبرونهاقتصادTOP

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د آقینې له بندر څخه لیدنه وکړه

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري فاریاب ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د خان چهار باغ ولسوالۍ کې د آقینې له بندر څخه لیدنه وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې لیدنه کې مولوي عطاءالله عمري د کرنیزو محصولاتو او مېوو پر صادراتو او وارداتو پر کنټرول ټینګار وکړ او دغه راز د چارو د لاښه والي لپاره یې د اداراتو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې آقینه د افغانستان له مهمو بندرونو څخه دی، چې د ورځې تر میلیونونو افغانیو په ارزښت محصولات له همدې بندر څخه ترکمنستان ته صادر او له له همدې لارې هېواد ته واردېږي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا