
کابل، د وږي ۷مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني، د کلیو د دوامدارې پراختیا موسسې (اکټیډ) له عمومي مشرې لوسین فیبل او د دغه مؤسسې له یو شمېر چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي صدراعظم عثماني د پروژو په پلي کولو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «کله چې تاسو یوه پروژه پلي کوئ، باید له وزارت سره په همغږۍ د مخکې څخه د ټاکل شوي پلان له مخې ترسره شي او په بنسټیز ډول پلي شي چې بزګرانو او خلکو ته ګټه ورسوي.»
ورته مهال د کلیو د دوامدارې پراختیا د موسسې مشرې مېرمن لوسین فیبیل د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه؛ «د کلیو د دوامدارې پراختیا پروژه (اکټیډ) د ناروې په مالي مرسته په بېلابېلو برخو کې ترسره کیږي، چې ۳،۵ میلیونه ډالر یې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې فعالیتونو لپاره ځانګړي شوي دي.»
مېرمن فیبل د افغانستان د کرنې په سکتور کې د خپلو فعالیتونو د دوام په اړه وویل: «موږ په افغانستان کې د طبیعي زېرمو، د اوبو د مدیریت، بدیل معیشت او د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې د وسایلو د وېش له لارې د بزګرانو د ملاتړ په برخو کې په دوامداره توګه فعالیت کوو.»
د اقلیم د بدلون د اغېزو د کمولو په برخو کې کار کول، طبیعي زېرمې ( څړ ځایونه او ځنګلونه)، د ټولنو جوړول، د قوریو جوړول، د اوبو مدیریت، د څارویو د واکسین کمپاین او د کرنیزو نندارتونونو جوړول د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې ادارې له نورو فعالیتونو څخه دي.