سیاست

دجمهور رييس حکم

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
دهرات ولايت  دنفتي موادو ، پوهنې اودګمرک درييسانو د ګوښه کولو او په دوى  دلګول شويو تورونو دڅيړنې په لاره کې څارنوالي ته  ددوى دمعرفي کولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  حکم .
دافغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادې د ١٣ فقرې  له حکم سره سم  او په دولتي ادارو کې  داصلاحاتو دپروګرام  دتحقق اودفساد دله منځه وړلو او دهغه دعواملو دقانوني  څارنې په مقصد له دندو څخه يې  ددغو کسانو، دهرات ولايت  د ګمرکاتو درييس  ، دهرات ولايت  دنفتي موادو درييس  او دهرات ولايت  دپوهنې درييس  ګوښه کيدل  منظور دى .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  لويه څارنوالي  موظفه ده  چې دهيواد دنافذو قوانينو په رڼا کې دې  ددوى کړه وړه  وڅيړي  او ددوى  نسبتي دوسيه دې  محکمې ته وسپاري .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  ستره محکمه دې  په ډير لنډ ممکن وخت کې  دعدلي څارنې  دنتيجو رپوټ  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوري رياست ته وړاندې کړي .
دنويو رييسانو تر ټاکل کيدو پورې دې ، ددغو رياستونو مسلکي مرستيالان  داړوندو چارو سرپرستي وکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته