(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست نورستان ته سفر وکړ

کابل، د زمري ١٢مه، باختر
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري له مل پلاوي سره نورستان ته سفر وکړ.
نوموړي خپل سفر په ترڅ کې د نورستان والي شیخ شیراحمد حقاني او ددي ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي سليمان ایمن او ولسي خلکو سره په یوه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
د یادې غونډې پیل کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس مولوي سليمان ایمن د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ خپلو ترسره کړو فعاليتونو په اړه معلومات شریک او د ځنګلونو په ارزښت یې خبرې وکړې.
ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري وویل: زموږ د سفر موخه د نورستان  ځنګلونو او طبیعي زېرمو ساتنه او بیا احیا کول دي.
هغه زیاته کړه، نورستان ښکلي طبيعت لري او  د لا ښېرازي لپاره ډېر کار ته اړتيا ده.
نوموړي وویل، چې د کرنې، اوبولګولو او طبيعي زېرمو په برخو کې د ولسونو او کروندګرو سره یو ځای کار کوو، ترڅو د دې ولایت خلک کرنې او مالدارۍ ته وده ورکړي او خلک يې په ځان بسيا شي.
عمري زیاته کړه، د تېرو دولتونو په وخت کې اوبه نه وې مهار شوې او اسلامي امارت په دې برخه کې کار کولو ته کافي بودجه لري.
لمر،جلالي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا