
۲۰– کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي فضل باري فضلي نن په پلازمېنه کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د افغانستان په څلورو زونونو کې ستر کرنيز کمپلیکسونه جوړ کړي.
نوموړي د مفيد کارګو نړیوال لوژستيکي شرکت د ځمکنیو چوپړتیاوو د پیل کېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته همدارنګه وویل چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هر هغه اقدام ستاينه کوي، چې پر مټ يې نړيوالو بازارونو ته پر وخت د افغانستان کرنيزو محصولاتو د رسېدو سره مرسته کوي.
فضلي زیاته کړه، چې دمګړۍ د هېواد په ۱۰ شمالي ولايتونو کې د ملخانو (طبعي آفت) سره د مبارزې ستر کمپاين روان دی.
نوموړي همدارنګه وویل چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او کرنې په موخه په ټولو ولايتونو کې بې وزلو افغانانو ته په اجاره باندې د دولتي ځمکو د ورکړې ستره پروژه ترلاس لاندې لري او دا به د اوسنيو اقتصادي ستونزو په حل کې خورا مرسته وکړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال همدارانګه وویل چې بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو او د کوکنارو د بديل کښت لکه، سيابين، زعفران او هنجې د ورکړې په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا د دفتر لوی رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع په یاده غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د اقتصادي ځان بساينې په موخه د پام وړ ګامونه پورته کړي او ملي سوداګر هم بايد په دې برخه کې خپل مسوليت په ښه توګه ادا کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د هوايي کارګو خدمتونو پيل نېک اقدام دی او دا به د افغانستان د اقتصاد په پياوړتيا کې مرسته وکړي.
د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون رئيس مولوي احمد الله وثیق بیا په دغه غونډه کې ټینګار وکړ، چې خصوصي سکټور د يوه هېواد د اقتصادي ځان بساينې په برخه کې مهم رول لري او که د افغانستان خصوصي سکټور په دې برخه کې له حکومت سره اوږه پر اوږه کار وکړي نو لرې نه ده، چې د دغه جګړه ځپلي هېواد اقتصادي ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده، چې د مفيد نړیوال کارګو په نوم یوه خصوصي شرکت د هوا له لارې د ترانسپورټي خدمتو تر پیلولو وروسته د ځمکې له لارې هم د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو په برخه کې خدمتونه پيل کړل.
افغانمل