امنیت

د سولې له بهير سره د پنځو تنو وسله والو طالبانو پيوستون

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د بادغيس ولايت د ملي امنيت رياست د منسوبينو د هلوځلو له امله نن پنځه تنه وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شول.
د بادغيس ولايت د ملي امنيت د رياست يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل: دمخالفينو د يوه قوماندان په ګډون د دولت پنځو تنو وسله والو مخالفينو چې د دغه ولايت د آبکمري ولسوالۍ په قمچاق کلي کې ډار اچوونکي فعاليتونه کول؛ د ملي امنيت د رياست د منسوبينو د هلوځلو له امله يې له مخالفت څخه لاس واخيست او د سولې له بهير سره يوځاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته