خبرونهاقتصاد

د کرنې، اوبو لګولو او مالداۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

کابل، زمري ۱۱مه، باختر

د کرنې اوبو لګوولو او مالدرۍ وزارت چارواکو نن د تېر یوه کال لاسته راوړنې رسنیزې کړې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې او اوبو لګولو معین مولوي صدراعظم وايي چې هڅه کوي چې د بزګرانو کروندګرو لپاره غوره خدمات وړاندې کړي، تر څو افغانستان د کرنې او زراعت له اړخه پر ځان بسیا او خلک يې په خپلو پښو ودرېږي.

صدراعظم وویل چې په همدې موخه يې تر دې دمه د هېواد په ګوټ کې پر زرګونو کروندګرو اصلاح شوي تخمونه ویشلي او مرستې يې ورسره کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې له روانې وچکالۍ سره د مبارزې په موخه په کندهار کې د اوبو درې بندونه جوړوي، چې اوسمهال يې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي.

مرستیال وزیر همدارنګه زیاته کړه چې په هېواد کې په تیرو کلونو کې ګڼ ځنګلونه په بې رحمانه ډول وهل شوي دي، او د دې چارې د مخنيوي په موخه يې یوه طرحه جوړه کړې ده او پر وینا يې پر راتلونکې کې به د دې طرحې له مخې ځنګلونه خوندي وي.

سرچینې زیاته کړه چې په تیرو کلونو کې به د پستې حاصلات تر وخت وړاندې راټولیدل، خو سږ کال د یوې منظمې طرحې له مخې خلکو ته د پستې تر رسېدو ورسته د راټلولو اجازه ورکړل شوې ده.

نوموړي وویل: هڅه کوي چې د افغانستان میوو ته مناسب بازار پیدا کړي او په وینا يې په همدې موخه له چین هېواد سره د جلغوزې د صادراتو په موخه خبرې روانې دي.

په ورته وخت کې د کرنې اوبو لګوولو او مالدارۍ وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان وویل چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بیرته ازادولو په موخه يې د هېواد په ټولو ولایتونو کې کمېټې جوړې کړې.

د کرنې وزارت هوډ لري چې، د اوبو د ښه مدریت په موخه د اوبو د بندونو د جوړولو او کروندو ته د اوبو په رسوولو، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو په جوړولو، د کرنې او مالدارۍ د نویو لارو چارو په دود ولو او د کرنې او مالدارۍ د سترو پروژو په بشپړولو سره د هېواد بزګرانو او مالدارنو ته ښې اسانتیاوې برابرې کړې.

هېره دې نه وي چې د یاد وزارت چارواکو د غوره خدماتو د وړاندې کولو او د کروندګرو او مالدارانو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو د رامنځته کولو په موخه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو او هېواونو د مرستې غوښتنه هم وکړه.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا