سیاست

مشکوک کسان له ٩٦ ساعتونو وروسته له بهرنيو ځواکونو څخه دافغانستان لورې ته سپارل کيږي.

کابل – باختر دسلواغې لومړى :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول له آريانا تلويزيون سره په مرګه کې ويلې دي چې بهرني ځواکونه له ٩٦ ساعتونو څخه زيات دمشکوک کسانو دساتلو حق نه لري.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، دهيواد دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول امريکاته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په مشري دافغاني هيئت د درې ورځني سفر دنتيجو په باب خبرې کولې ددې ترڅنګ چې ددغه سفر دلرليد په باب رڼا واچوله خبرې يې په څلورو محورونو کې خلاصه کړې او دهريو په باب يې هر اړخيزې خبرې وکړې.
ده دبنديانو په باب څرګندونې وکړې او ويې ويل دويمه موضوع دجيلونو موضوع وه چې په دغو خبرو کې له زياتو ستونزو سره مخامخ وه او زياتې نتيجې ته نه و رسيدلى او په دې برخه کې دې نتيجې ته ورسيدو چې نور ټول بنديان چې په افغانستان کې دي دافغانستان دحکومت ترادارې لاندې وي او امريکا نه شي کولاي په افغانستان کې جيل ولري.
يو اصل چې وړباندې زياتې خبرې وشوې دبنديانو په باب و، په اصطلاح خطرناکې وې په دې برخه کې هم موافقې ته ورسيدو چې دافغانستان حکومت د امريکا انديښنه په پام کې ونيوله او جدي پاملرنه به وکړي هغه کسان چې دافغانستان او سيمې دسولې او امنيت لپاره خطرناک دي دوسيې به يې په جدي ډول وڅيړل شي ځکه جګړه دوام لري او که چيرې هغوى کوم مشکوک بندي نيسي له ٩٦ ساعتونو څخه زيات هغه نه شي ساتلى او دا پريکړه وشوه چې له ٩٦ ساعتونو وروسته افغانستان ته وسپارل شي .
دغه ځواب ددې څرګندوى ده چې د دواړو هيوادونو دجمهورو رييسانو له خبرو وروسته جيل دافغانستان دملي واکمني يوه برخه بلل کيږي او نور به هيڅ بهرني په افغانستان کې جيل ونه لري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته