خبرونهاقتصاد

د کرنې او مالدارۍ د ځان بسیاینې او پراختیا لپاره طرحه جوړېږي

 کابل، د لړم ۵مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ او د یو شمېر ادارو د استازو سره د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ځان بسیاینې پر طرحې د خبرو اترو په موخه کرنې وزارت کې غونډه وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه غونډه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډې د پرېکړې پراساس د کرنې او مالدارۍ سکټور د ځان بسیاینې او پراختیا په پار د کمپلکسونو جوړولو په موخه جوړه شوې وه.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې اوس د هېواد ټول اقتصادي امکانات له کورنیو سرچینو تمولېږي فضلي زیاته کړه: «افغانستان هغه مهال واقعي خپلواکي او ازادي ترلاسه کوي، چې له اقتصاي پلوه پرځان بسیا شي او دا اقتصادي ځان بسیاینه د کرنې له لارې په لاس راځي او کرنیز ځان بسیاینه د سیاسي ځان بسیاینې لامل کېږي.»

مالي او اداري مرستیال د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او له دوی یې وغوښتل، چې په ګډه د کرنې او مالدارۍ د ځان بسیاینې داسې طرحه ترتیب کړي، چې په کې د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ځنځیري ارزښت له تولید تر مصرف ټول په پام کې نیول شوي وي.

په پای کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال پرېکړه وکړه، چې د کمېټې غړي دې، د کرنې وزارت د مخکني کړنو په رڼاکې د کرنې د ځان بسیاینې پر طرحه کار وکړي او له بشپړولو وورسته یې کابینې ته وسپاري.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا