امنیت

په نيمروزکې د نشه يي توکو د دريو تنو قاچاق وړونکو نيول

کابل باختر دزمري  نولسمه :
د نشه يي توکو درې تنه قاچاق وړونکي په نيمروز ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره له وسله والې نښتې وروسته ونيول شول .
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي عزيزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان هغه وخت ونيول شول چې دپوليسو له کمين سره مخامخ شول .
ويل کيږي لومړى د نشه يي توکو قاچاق وړونکي له امنيتي ځواکونو سره نښته کوي؛ خو وروسته دې ته اړ شول چې امنيتي ځواکونو ته تسليم شي .
عزيزي زياته کړه: له دغوکسانوڅخه دوه کلاشينکوفونه ، يوه پيکا، يوتوغندي ويشتوونکى، يوه مخابره او يو کرولا ډوله موټر هم ترلاسه شوي دي .
  خو يوه امنيتي خبرځاى ويلي دي چې دغو قاچاق وړونکو پوليسو ته او له دوى سره له نښتې مخکې نشه يي توکي په يوه نامعلوم ځاى کې پټ کړي و .
دنيمروز ولايت امنيه قوماندان تاييدوي چې له نيول شويوکسانو څخه تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته