دهرات ښار/ د لړم ١٥مه / باختر :
په هرات کې د وروستيو وژنو عامل د پوليسو له خوا ووژل شو .
دغه يرغلګرپه هرات ښارکې په يوه امنيتي ساتونکي له ډزو وروسته د پوليسو له خوا ووژل شو.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل ؛ څېړني ښيي چې دغه کس په هرات ښارکې د څو نورو وژنو عامل و.
دغه يرغلګر د وسله والو طالبانو غړى و او د دغې ډلې له لورې په هرات ښارکې د پوځي افسرانو ، سيمه ييزو مسولانو او قومي مشرانو په وژلو ګومارل شوى و.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ