فرهنګ

دخلکو دفرهنګ لوى رييس معرفي شو.

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٣١ :

دخلکو دفرهنګ رييس نن داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دفرهنګي معين له خوا ددغې ادارې کارکوونکو ته ور وپيژندل  شو.

محمدافسر رهبين  دسياليو دازموينې له لارې دخلکو دفرهنګ رياست څوکۍ ترلاسه کړه.

دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي دافسر رهبين  دادبي  اوفرهنګي شخصيت په باب خبرې وکړې او ويې ويل داداري اصلاحاتو بهيرچې اوس داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې روان دى دکادرونو په ځاى پرځاى کولو اواهل ته يې دکارپه سپارلو کې اغيزمن اومثبت ګام دى.

دخلکو دفرهنګ درييس ټاکنه چې هم شاعر اوهم ليکوال دى کولاي شي دلازياتې فرهنګي بډاينې  په لاره کې مرسته وکړي داداري اصلاحاتو يوه بيلګه ده.

دغه راز فرهنګي معين دافغانفلم دودانۍ اوارشيف بيلابيلي برخې وکتلې چې  په هره برخه کې دکار دلازيات ښه والي په خاطر دمسوولينو له خوا مشخص پيشنهادونه وړاندي شول چې په دې برخه کې دهمکاريو ژمنه وشوه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته