خبرونهاقتصادTOP

د کرنې وزارت: په افغانستان کې کرنه معیاري څېړنو ته اړتیا لري او په دې برخه کې له علمي بنسټونو سره همکاريو ته چمتو يو

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم چې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیزو پوسټرونو له نندارتون څخه ليدنه کوله وویل، چې کرنیز تولیدات باید معیاري، سوداګریز او صنعتي شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان ۸۰ سلنه وکړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو ځکه کرنه معیاري څېړنې ته اړتیا لري، او وزارت له اکاډمیکو بنسټونو او پوهنتونونو سره د عمل په ډګر کې همکاریو ته چمتو دی.
په همدې حال کې د کابل پوهنتون رییس دکتور اسامه عزیز د کرنې په برخه کې د مسلکي کسانو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغانستان یو کرنیز او په کرنه ولاړ هېواد دی او په دې برخه کې لا ډېر کار او څېړنو ته اړتیا ده.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا