سیاست

جمهوررئیس غني ډاکټر محمد اکرم خپلواک ته د غازي امان الله خان دولتي نښان ورکړ

 کابل باختر د ليندۍ د مياشتې ١نېټه    
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې عالي شورا د دارالانشا مخکېني رئیس او په سیاسي چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي ډاکتر محمد اکرم خپلواک ته د هغه د خدمتونو او هڅو د تقدیرولو او ستاینې په موخه، د غازي امان الله خان دولتي  نښان ورکړ.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:   
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول، په پیل کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.
جمهوررئیس غني د یاد نښان له ورکړې وروسته د سولې او له هېواده بهر د سولې په مهمو کنفرانسونو کې د ډاکټر محمداکرم خپلواک د هڅو ستاینه وکړه.
دغه راز د سولې عالي شورا مخکېني رئیس له جمهوررئیس څخه د دولتي نښان د ورکړې مننه وکړه وې ویل: ویاړم چې په دې موده کې مې له داسې جمهوررئیس سره کار وکړ چې د هېواد او سیمې لپار ه پراخ فکر او ستراتیژیک لیدلوری لري.
ډاکټر محمد اکرم خپلواک زیاته کړه، له جمهوررئیس سره زما ژمنه پر ځای ده، د وطن او د خلکو د خدمت په خاطر به د هغه ترڅنګ پاتې شم.#
پاى _ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته