امنیت

دملي اردو يو سر تيرى د ايساف دوه تنه عسکر ووژل

٣٣  – فراه باختر د مرغومي ٤ مــــــــــــــــه

دفراه ولايت په بالا بلو ک ولسوالۍ کې د ملي اردو دسر تيرو اود ايساف د ځوا کو نو ترمنځ د وسله والې نښتې له ا مله د اردو يو سرتيرى ووژل شو اود ايساف څلورتنه عسکر ټپيان شول.

 د٢٠٧ ظفر قول اردو درستيز وال جنرال محي الدين غوري د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل: دغه پيښه پرون د بالا بلو ک په ولسوالۍ کې د ملي اردو دميشتو قطعا تو په قرارګاه کې وشوه

خبرځاى د زيا تو معلو ما تو له ورکولو څخه ډډه و کړه اوڅرګنده يي کړه چې ددې پيښې دڅيړلو لپاره يو هيئت سيمې ته استول شوي دي له څيړنې وروسته به درسنيو په وا ک کې معلو مات ورکړې

 دبالا بلو ک ولسوال غوث الدين د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل: د هغو ناندريو په بهير کې چې وروسته په نښتې بدلى شوې د ملي اردو يو سرتيرى د ايساف په عسکرو بريد و کړ چې له ا مله يې  د ايساف دوه تنه عسکر ووژل شول او يوتن بل ټپي شو

خبرځاى زيا ته کړه په دې پيښه کې د ايساف دځواکو نو دډزو له ا مله بريد کوونکى سرتيرى ووژل شو او د ملى اردو دوه نور سرتيري ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته