سیاست

تبصره

کابل باختر دسلواغې څليرويشتمه :
په داسې حال کې چې د افغانستان، ترکيې او د پاکستان د هيوادونو مشرانو په افغانستان کې د امنيت د تامينولو او د سيمه ئيزو همکاريو په برخه کې د درې اړخيزې غونډې بند او بست کړى دى؛ زموږ خلک هيله لري چې دغه شان غونډې محسوسې او ملموسې پايلې ولري .
دباخترآژانس مبصر ليکي: دافغانستان ،ترکيې او دپاکستان د هيوادونو مشرانو دخپلې اتمې غونډې د جوړولو لپاره دترکيې انقرې ته ورغلي دي .
ددغې غونډې خبرې به د تيرو غونډو په شان د سيمه ئيزو همکاريو او د امنيت د تامينولوپه باب متمرکزې وې او په افغانستان کې د ثبات تامينول د دغې غونډې محور بلل شوى دى .
ترکيې د افغانستان او پاکستان لپاره د دوديز دوست هيواد په توګه دفعالې ډيپلوماسي په  غوره کولو سره هلې ځلې وکړې چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دخبرو لپاره مخکښ شي؛ په انقره  کې د دواړو هيوادونو د غونډې کوربه توب  وکړي.
تراوسه پورې د ترکيې په منځګړيتوب او کوربه توب د دغو هيوادونو دمشرانو ترمنځ د خبرو اووه پړاونه ترسره  شوي دي، د افغانستان دولت تل په سوله ئيز ګډو ژوندانه زغم، پيوستون او سيمه ئيزې همکاري ټينګار کړى دى او په دغه شان غونډوکې يې ګډون کړى دى او د سيمه ئيزو او نړيوالو مسئلو په وړاندې خپل نظر او دريځ بيان کړى دى او د يو داسې هيواد په توګه چې خلک يې له نوروڅخه زيات له تروريزم او افراطيت څخه کړيږي؛ د زياتو ورانيو او وژنو شاهدان دي؛ هلې ځلې  يې کړې دي چې ددغه شان غونډو جوړول په ثبات دلاسبرى لپاره يو فرصت وبولي او له هغو څخه د ځان او د سيمې په ګټه کار واخلي.
دافغانستان دولت د انقرې او لندن په ګډون غونډو او يا په نورو نړيوالو کنوانسيونونوکې د ستونزو دحل کولو په مقصد په خبرو او ډيپلوماسي باندې ټينګار کړى دى؛ تروريزم او افراطيت چې دسيمې په کچه دافغانستان له پولې څخه بهر فعالې دي او له هغو څخه دافغانستان دخلکو پرخلاف دفشار د وسيلې په توګه استفاده کيږي. د سيمه ئيز ثبات د مخنيوي دعامل په توګه بللى دى او ټينګار يې کړى دى تر هغه وخته پورې چې د تروريزم د جرړو دله منځه وړلو او استلو لپاره فکر ونه شي او عوامل يې لرې نه کړاى شي؛ ناشونې ده چې په افغانستان او سيمه کې ثبات ټينګښت ومومي .
افغانستان ددغومسئلو په وړاندې خپل نظر او دريځ بيان کړى دى. هغه دردونه اوکړاونه چې د افغانستان خلکو د تروريزم اوبنسټ پالنې د صادريدو له امله زغملي دي، بيان کړ ي دي .
اوس لازمه ده چې نړۍ افغانستان وپيژني او هغو ترخو واقعيتونوته چې  د افغانستان او د سيمې خلک ځوروي؛ پاملرنه وشي، افغانستان او پاکستان اوس د ترکيې په کوربه توب د خپلو خبرو زغم پړاو ترسره کوي .
دغه راز د دواړو هيوادونو مشرانو پخوا څو ځلې په لندن او  په نوروځايونوکې خبرې اترې کړې دي.
دغه شان غونډې د يوې اعلاميې په خپرولو، د همکارۍ په ژمنې او په پاى کې د ډار اچوونکو فعاليتونوپه غندلوسره پاى ته رسيدلې دي؛  خو په عمل کې څه نه دي ترلاسه شوي بلکې د تروريزم  او د ناوړو فعاليتونو کرغيړنه څيره لاتراوسه پورې هم شتون لري.
تراوسه پورې دترکيې، افغانستان او د پاکستان دهيوادونو مشرانو اووه ځلې غونډې کړې دي چې له شک پرته زموږ ترکي دوستان دمنځګړواو کوربه په توګه په هغو مهمو او خبرو وړ ټکوچې دافغانستان اوسيمې ثبات يې له خطر سره مخامخ کړي دي؛  خبر دي. د افغانستان خلک غواړي  چې انقره د هغو ستونزو ټول اړخونه  وڅيړي چې دکابل  او اسلام آباد ترمنځ اړيکو ته کله ناکله زيان رسوي. دوى بايد اوس په دې باور ولري چې يواځې ژمنه او يا د يوې اعلاميې خپرول کافي نه دي.
د افغانستان خلک غواړي ددغه شان غونډو په شتون کې ريښتنې سولې ته ورسيږي. په افغانستان کې عمومي افکار په ترکيه کې له دغې روانې غونډې  څخه مناسب، قناعت بخښوونکي او د منلو وړ ځواب ته سترګې په لاره دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته