امنیت

په قندهار کې د اوبولګولو کانال جوړېږي

کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
د اوبولګولو د یو کانال په جوړېدو سره په قندهار کې د زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرېږي.
دغه کانال په ډنډ ولسوالۍ کې د څه ناڅه ۵۰۰ مترو په اوږدوالي جوړېږي او ټاکل شوې ده په درېو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه کانال د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت جوړوي.
د قندهار د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست مسوول باختر آژانس ته وویل چې د دغه کانال په جوړېدو سره به د بزګرانو ۱۵ زره جریبه کرنیزې ځمکې خړوبه شي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته