نړۍ

په شمالي وزيرستان کې په پاکستاني عسکرو بريد

پيښور  باختر د وري  پنځه ويشتمه :
د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کېپه واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله پرون څه ناڅه دوه تنه عسکر ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول .
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبري سايټ د خبر له مخې:
دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې د پوځيانو دليږدونکو وسايطويوکاروان د سپين وام له سيمې څخه ميرعلي ته روان وو چې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او له امله يي دوه تنه پوځيان ووژل شول .
دغه راز لس تنه مشکوکې مليشې پرون د ورکزو ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې  د بې پيلوټه الوتکو په بريدکې ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته