امنیت

نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

ميمنه باختر دزمري دمياشتې  ١٠  :
نهه تنه وسله وال مخالفين پرون د فارياب ولايت په دريو ولسواليوکې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو د آمريت مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د فارياب ولايت د دولت آباد، شيرين تګاب او غورماچ په ولسواليوکې د نويد_ ٣ عملياتو په دوام ووژل شول.
جمشيدي زياته کړه: په دغو عملياتوکې نهه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول.
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته